نړیوال جام؛ سویلي افریقا اسټرالیا ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ

د سویلي افریقا او اسټرالیا د نننۍ لوبې انځور

د کرکټ نړیوال جام په دوهمې نیمه پایلوبې کې سویلي افریقا د ۲۱۲ منډو تر جوړولو وروسته په وروستي اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

یاده سیالي چې د کلکتې په ایډن ګاډن کې د کابل په وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوې، سویلي افریقا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې یوازېنی توپوهونکی چې ډېر ښه وځلېد ډیویډ میلر و، هغه په ۱۱۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې.

دغه راز هینریک کلاسین په ۴۷ منډو وسوځېد.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې میچل سټارک او پاټ کمېنس درې درې، ټروېس هېډ او جاش هاذلیووډ بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د نننۍ سیالۍ ګټونکې لوبډله به د نومبر په ۱۹مه نېټه د احمداباد ښار په مودي لوبغالي کې له هندوستان سره پایلوبه ولوبوي.

اسټرالیا به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.