د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن په دوحه کې د قطر له ملي ټیم سره د سیالۍ میدان ته ووځي.
دا سیالي د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیايي جام د غوراوي لپاره کېږي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله د سې شنبې په ورځ په بله سیالۍ کې له کویټ سره مخامخ شي.
افغانستان دا سیالۍ د یوه نوي انګلیسي روزونکي تر لارښوونې لاندې کوي.