بایډن د چین ولسمشر یو ځل بیا " دیکتاتور" وباله

د متحده ایالتونو ولسمشر او د هغه چینایي سیال

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، په دې اړه یې نظر نه دی بدل شوی چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی.

کله چې له جو بایډن څخه په سان فرانسیسکو ښار کې له شي جین پینګ سره تر څلور ساعته خبرو اترو وروسته په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا لا هم باور لري چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی؟

ده وویل: هغه یو دیکتاتور او د هغه هېواد ولسمشر دی چې لا هم په کې کمونیزم واکمن او د امریکا له حکومت سره بشپړ توپیر لري.

بایډن د جون په میاشت کې ویلي و، د چین ولسمشر شي جین پینګ یو دیکتاتور دی.