د طالبانو حکومت: د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۳ زره کډوال پاکستان نه را ستانه شوي

له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي کډوال

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې له پاکستان د سپین بولدک له لارې تراوسه پورې څه باندې ۷۳ زره تنه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ده نن (اکتوبر۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې یا پخواني ټویټر له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوال نوې شمیرې خپرې کړي دي.

د کریمي په خبره، د سپین بولدک له لارې تراوسه ۱۲۴۳۰ کډوالې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د راپور له مخې، د سپتمبر له پنځلسمې د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې څه باندې ۳۲۷ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.