د پاکستان صدراعظم په کابل کې د" مشروع حکومت" د جوړیدو غوښتنه وکړه

د پاکستان موقت صدراعظم، انورالحق کاکړ

د پاکستان موقت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې مشروع حکومت رامنځته شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، انورالحق کاکړ نن د ( اکتوبر۱۶مه) په اسلام اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پرمهال له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه، ویې ویل، له پاکستان سره به د افغانستان مسایل هغه وخت حل شي، کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځته شي.

ده ټي ټي پي ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي.

له دې وړاندې د پاکستان پر موقت صدارعظم سربیره یو شمیرو نورو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو ته يې په خپل هیواد کې ځای ورکړی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعاوي رد کړي دي.