جوبایډن او چینایي سیال یې سره لیدلي

د متحدو ایالتونو او چین ولسمشران

د امریکا ولسمشرجوبایډن له خپل چینایي ساري ولسمشرشي جین پینګ سره خبرې ترسره کړي خو ډیرجزیات یې نه دي خپاره شوي.

دواړو مشرانو د اسیا ـ پسفیک APEC د اقتصادي همکارۍ د کنفرانس په څنډه کې سره وکتل چې خبرو یې څه باندې دوه ساعته دوام وکړ.

د امریکا او چین مشرانو شاوخوا یوکال مخکې خبرې ترسره کړې وې چې ورپسې د دواړو هیوادونو اړیکې یوڅه ترینګلې شوې.

دواړه مشران داسې مهال سره ګوري چې نړۍ د منځني ختیځ او اوکراین له بحرانونو سره مخ ده او ټاکل شوې په ټایوان کې هم انتخابات ترسره شي.

هغه خپلواکه سیمه چې چین یې د خپلې خاورې یوه برخه بولي.