امنیت شورا د غزې جګړه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه

غزه کې د روانې جګړې یوه څنډه

د ملګروملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنې هغه ترهګره ډله نومولې، په روانه جګړه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه.

د هغه پریکړه لیک له مخې چې د دې شورا دولسو غړیو بیګا شپه ناوخته ورته مثبتې رایې ورکړې، په غزې تړانګه کې د یوې داسې وقفې چې څوورځې دوام وکړي غوښتنه کړې ترڅو دې سیمې ته مرستې ورسول شي.

د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او برېتانیا چې درې واړه د امنیت شورا دایمي غړي او د ویتو حق لري، دې پریکړه لیک ته چې مسوده یې د مالتا له خوا وړاندې شوې وه، له رایې ورکولو ډډه وکړه.

دغه پریکړه لیک همداراز د ټولو هغو یرغملو د سمدستي او له قید اوشرط پرته د خوشې کیدو غوښتنه کوي چې سخت دریځې حماس ډلې د اوکتوبر پراومه د اسراییل پرجنوبي ښارګوټو په برید کې یرغمل کړي دي.

اسراییل د حماس د سخت دریځو په دغه برید کې د ۱۲۰۰ اسراییلیانو د وژل کیدو ترڅنګ د شاوخوا ۲۴۰ نورو د یرغمل کیدو خبرورکړی دی.