اسراییلي پوځیان د غزې الشفا روغتون ته ننوتي

اسراییلي پوځیان په الشفا روغتون کې

د اسراییل پوځیان پرون د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون الشفا ته ننوتل چې هلته د حماس سخت دریځو، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي، پلټنه وکړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، پر دغه روغتون چې سلګونه ناروغان په کې دي، د اسراییلي ځواکونو د چاپې وهلو اصلي لامل لا روښانه نه دی.

د اژانس په وینا، اسراییلي چارواکي او په غزه کې روغتیایي مسولان د دغو عملیاتو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.

اسراییلي چارواکي وایي، روغتون کې جګړه نه ده شوې، خو په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، د روغتون کارکوونکي او ناروغان وېریدلي دي.