پر افغانستان بحث؛ اوغلو امنیت شورا ته راپور ورکوي

د افغانستان په اړه د امنیت شورا یوه مخکینۍ غونډه

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیرلي اوغلو سبا جمعه د افغانستان په اړه د خپلې ارزونې راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

امریکا غږ چې په وینا یې د دغې ارزونې مسوده یې ترلاسه کړې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو دغه استازي په خپله ارزونه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو او مېرمنو د تعلیم او کار حقونه ورکړي.

ارزونه کې وړاندې راغلي:" په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان مېرمنو برخې اخیستنې او رهبریت ته اړتیا لري".

ملګرو ملتونو په تېره مارچ میاشت کې د ترکیې پیژندل شوي ډيپلومات فریدون سینیرلي اوغلو ته دنده ورکړه، چې د افغانستان په اړه خپله ارزونه وکړي او خپل راپور د نومبر تر ۱۷ مې پورې چمتو کړي.

طالبانو که څه هم تراوسه د دغه خپریدونکي راپور په اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې تر دې یې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ راپورونه بې اساسه بللي دي.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته د نجونو او مېرمنو پر تعلیم او تحصیل بندیزونه لګولي او د ملګرو ملتونو په ګډون یې نړیوالو او کورنیو موسسو او یوشمېر ټولنیزو چارو کې د هغوی ګډون منع کړی دی.