د برېتانیا سترې محکمې روانډا ته د کډوالو د لېږد مخالفت وکړ

برېتانیا ته د تللو کډوالو یوه بېړۍ - تصویر له ارشیفه

د برېتانیا سترې محکمې له دغه هېواده روانډا ته د پنا غوښتونکو کډوالو د لېږد پریکړه " ناقانونه" بللې ده.

اسوشتید پریس خبري اژانس د بریتانیا د سترې محکمې په حواله پرون چهارشنبه ویلي، داسې ریښتینی ګواښ شته چې ممکن پنا غوښتونکي له روانډا بیرته هغو هېوادونو ته ولېږل شي چې ترې تښتېدلي دي.

د برېتانیا د حکومت د پریکړې له مخې چې د تېر کال په پسرلي کې يې کړې، دوی هغه کډوال روانډا ته لېږي چې په ناقانونه توګه په وړو بېړیو کې برېتانیا ته تللي دي.

د برېتانیا د کډوالو شورا د راپور له مخې، چې د تیرې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې خپور شو، برېتانیا ته سږ کال په تللو ناقانونه کډوالو کې لومړی د افغانستان او بیا د ایران او ترکیې ډېر وګړي شامل دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، د کډوالو او بشري حقونو ملاتړو ډلو د سترې محکمې دا پریکړه ستایلې چې روانډا ته د برېتانیا حکومت د پریکړې په غبرګون کې یې کړې ده.