د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هندوستان پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هند او نیوزیلینډ له لوبې یو انځور

د کرکټ نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان د ۷۰ منډو په توپیر نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.

دغه سیالي د نومبر په ۱۵مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د هندوستان د ممبي ښار په وانکيډي لوبغالي کې پیل شوې وه چې د هند په بري سره پای ته ورسېده.

دوهمه نیمه پایلوبه د نومبر په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ په کلکته کې ترسره کېږي.

په نننۍ سیالۍ کې هندوستان پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۹۷ منډې وکړې.

د دې لوبډلې په توپوهونکو کې ویرات کولي ۱۱۷، شریس ایر ۱۰۵ او شبمن ګیل ۸۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

دا په یو ورځنیو سیالیو کې د ویرات کولي ۵۰مه سلیزه وه، هغه وتوانېد چې د سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړي.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ټيم ساوتي ۳ لوبغاړي وسوځول، خو په لسو اورونو کې یې سل منډې ورکړې.

د نیوزیلینډ په توپوهونکو کې ډیري میچل ۱۳۴ او لوبډلمشر کین ویلیمسن ۶۹ منډې وکړې، خو هندوستان ته بیا محمد شامي تاریخي توپ اچونه وکړه.

نوموړي په ۹.۵ اورونو کې ۵۷ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځول.

شامي اوس په روان نړیوال جام کې تر ټولو مخکښ توپ اچونکی دی، هغه ۲۳ لوبغاړي سوځولي دي.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه محمدشامي او د اغېزناک لوبغاړي جایزه بیا ډیري میچل وګټله.

دا تر ۲۰۱۱ ز کال وروسته لومړی ځل دی چې هندوستان د یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کوي.

هند به د نومبر په ۱۹مه نېټه د احمداباد په نریندر مودي لوبغالي کې د دویمې نیمه پایلوبې له ګټونکې لوبډلې سره په پایلوبه کې سیالي وکړي.