پیانو غږونکی افغان امریکایی عمر اکرم د ګرامي جایزې ته نوماند شوی

پیانو غږونکی افغان امریکایی عمر اکرم

پیانو غږونکی افغان امریکایی عمر اکرم د ۲۰۲۴م کال د ګرامي په نوم مهمې جایزې ته نوماند شوی دی.

د ښایست شېبې په نوم د ده د موسیقي البوم دې جایزې ته غوره شوی دی.

عمر اکرم په نولس سوه څلروشپیتم کال کې په نیویارک کې له افغان پلار او موره زېږېدلی دی.

دی لومړی امریکایي الاصله افغان دی چې په ۲۰۱۳م کال کې یې د ګرامي جایزه ګټلې وه.

ګرامي د موسیقي په ډګر کې تر ټولو معتبره جایزه ده.