د یوناما مشرې او مرستیال یې په تورخم کې له راستانه کړای شویو افغانانو سره کتلي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مرستیال یې په تورخم کې د افغان کډوالو د لیدنې پر مهال.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د دې مرستیال ډانیال اینډرېس نن تورخم ته ولاړل او هلته یې له راستنېدونکو افغانانو سره وکتل چې په پاکستانه ایستل شوي دي.

یوناما په خپل فېسبوک کې څرګندوي چې راستنېدونکي کډوال د سرپناه او روغتیا په برخو کې بېړنیو مرستو ته ضرورت لري او ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره په ګډه خپلې ټولې هڅې کوي چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

له دې مخکې اوچا ویلي وو، له پاکستانه په بې‌سارې ډول د کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د سرپناه او ورځینو خدمتونو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی فشارونه لا پسې زیات کړي.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د معلوماتو پر بنسټ د روان کال د سپټمبر له نیمايي تر تېرې ورځې پورې له ۳۲۷ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنولو پرېکړه په نړیواله کچه غندل شوې او د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او ګڼو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بدله کړي ځکه د دوی په وینا په ستنېدونکو کډوالو کې ډېری یې په افغانستان کې د مرګ له ګواښه تښتېدلي.

خو پاکستان په په وار وار د خپلې پرېکړې په عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي دي په ټول توان له دې هیواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.