طالبانو د قوش تېپې کانال په اوږدو کې د ځمکو ویشلو راپورونه رد کړل

د قوش تېپې کانال یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دې وزارت له خوا د قوش تېپې د کانال په اوږدو کې ځمکې ویشل کېږي.

دې وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې دغه خبرونه جعلي او بې بنسټه بللي او په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د صادر شوي فرمان پر استناد وایي چې هېڅ شخص یا اداره د امیرالمومنین له فرمان پرته د قوش تېپې کانال په شاوخوا کې د ځمکو د کارولو، ویشلو، پېر او پلور حق نه لري.

دې وزارت له خلکو غوښتي، تر هغو دې په سیمه کې د ځمکو د ترلاسه کولو لپاره اقدام نه کوي ترڅو د طالبانو مشر فرمان نه وي ورکړی.

د ۱۰۸ کیلومترو په اوږدوالي د قوش تېپې د کانال د لومړۍ برخې کارونه په تېره میاشت کې بشپړ او د دوهمې برخې یې پیل شول.

دغه کانال د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.