ډبلیو ایف پي: وچکالۍ میلیونونو افغان بزګرانو لپاره ناورین رامنځته کړی

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت خلک ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، په افغانستان کې وچکالۍ د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره چې د عاید بله سرچینه نه لري، یو ناورین رامنځته کړی دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د ناصر په نوم د بادغیس ولایت د یوه بزګر ویډیو هم خپره کړې چې په کې دی په سیمه کې د وچکالۍ د ناوړه پایلو خبره کوي.

نوموړی وایي: "لکه چې تاسو یې هم وینئ، دلته وچکالي ده پر ځمکو مو کښت کړی و خو حاصل یې نه دی ورکړی اوس مو پسونه په کې څري. دغه وضعیت موږ مجبوره کړې یو چې خپل کور پرېږدو او د غریبي لپاره ایران یا یوه بل ځای ته لاړ شو ځکه بل عاید نه لرو."

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا بادغیس د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې تر ټولو زیات وچکالۍ ځپلی دی.

د پاملرنې نړیوالې موسسې د سنبلې په میاشت کې د یوې سروې نتیجې خپرې کړې او ویلي وو چې د افغانستان د ۷۸ سلنه وګړو میاشتنی عاید کم شوی چې یو لامل یې هم په دې هېواد کې پرله پسې وچکالۍ ښودل شوې وې.