مسوولان: په کندهار کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

ارشیف: د کندهار روغتون د ماشومانو څانګه.

په کندهار کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د دغه ولایت د میروس حوزوي روغتون مسوولان وايي، د هوا له سړېدو سره سم کندهار کې سلګونه ماشومان په سینه بغل، ټوخي او زکام اخته شوي او ورځ تر بلي یې شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

دا په داسي حال کې ده چې د هوا له سړېدو سره له پاکستان څخه تر ۳۰۰زره زیات افغات کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او د غربت له امله خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور