طالبانو په هرات کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي

ارشیف: په هرات کې د یوه ښوونیز مرکز انځور

طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه تړلي دي.

سیمه ییزو سرچینو دا خبره د ازادي راډیو خبریال ته تایید کړې ده.

اخوا ګڼو رسنیو او خبریالانو هم لیکلي چې د طالبانو وسله وال د سه شنبې په ورځ د هرات یو شمېر ښوونیزو مرکزونو ته ورغلي او دغو مرکزونو ته یې د نجونو د ورتګ مخه نیولې ده.

په خواله رسنیو هم د څو ښوونیزو مرکزونو په دروازو د طالبانو د سند د لګېدو عکسونه خپاره شوي.

په دې مکتوب کې لیکل شوي چې تر بل امر پورې دې د هرات ټول ښوونیز مرکزونه تړلي پاتې وي.

د راپورونو له مخې د هرات ګڼو نجونو زده کوونکو په دې ښوونیزو مرکزونو کې پر ساینسي مضامینو سربېره انګریزي او جرمني ژبې هم زده کولې.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او په هغه سربېره د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي.