مککال: تر خپله وسه د طالبانو له بنده د کوربېټ د خوشې کولو هڅې کوم

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون هغه امریکايي مېرمن ورغوښتې وه چې خاوند یې له څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په خپله ایکسپاڼه د انا کوربېټ وینا هم خپره کړې او لیکلي یې دي چې د بهرنیو اړیکو کمېټه او دی هر څه چې په وس کې لري په کار اچوي څو د دې مېرمن خاوند بېرته خپل هېواد ته راولي.

مککال د انا کوربېټ او د هغې د کورنۍ د درد او خپګان یادونه کړې ده.

د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې طالبانو د انا کوربېټ خاوند راین کوربېټ او د هغه یو جرمن همکار په شبرغان ښار کې ونیول.

طالبانو په دغه امریکايي باندې تور لګولی چې د عیسویت ترویج او تبلیغ یې کاوه هغه تور چې د کوربېټ کورنۍ او ملګرو په کلکه رد کړی دی.