د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه

په پاکستان کې د شوې درې اړخیزې غونډې انځور. د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د عکس منځ کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او چپ لور ته د ازبکستان د صدراعظم مرستیال.

د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمه‌ییز اتصال د غښتلتیا لپاره یو مهم اقدام دی.

هغه زیاته کړې چې د درې واړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اړیکو روښانه لرلید موجود دی.

په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې لیکلي چې په دې ناسته کې د ترانس-افغان پروژې، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او د سیمه‌ییز اتصال پر وړاندې په پرتو ستونزو باندې بحث وشو.