اروپايي ټولنې له اوکراین سره د ۱۱۰ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې له اوکراین سره د ۱۱۰ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ.

د اروپايي کمېسیون یوه ویاند بالاس اوژواري د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۴مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په داسې حال کې چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه دوام لري، له بده مرغه په هغه هېواد کې بشري وضعیت له ناورین سره مخ دی، له همدې امله اروپايي کمېسیون ۱۱۰ میلیونه یورو اوکراین ته ځانګړي کړي چې ۱۰۰ میلیونه یورو یې په اوکراین کې د عملیاتو او ۱۰ میلیونه یې په مالدوا کې د اوکراین د کډوالو او د هغوی د ملاتړو ټولنو لپاره دي."

د بالاس اوژواري په وینا، په دې وروستیو تخصیص سره، په اوکراین کې د روسیې د جګړې په ځواب کې د اروپایي اتحادیې د بشري مرستو ټولټال اندازه ۸۴۳ میلیون یورو ته ورسېده.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل او لا هم دوام لري.