د اوچا مشر: له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. په عکس کې لیدل کېږي چې یوه مېرمن خپلې خیمې ته توکي لېږدوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا مشر وايي، له پاکستانه په ناڅاپي ډول د کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي.

د اوچا د افغانستان څانګې نن پر ایکس شبکې په یوه ویډیو کې په افغانستان کې د دې ادارې د مشر دانیل ایندریس څرګندونې خپرې کړې چې وايي، د نویو کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د استوګنځي او ورځنیو خدماتو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی لوی بوج وي.

ایندیرس په دې ویډیو کې په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره له خبرو وروسته وايي چې ډېری راستانه شوي کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي.

د اوچا مشر زیاتوي چې ژمي ته یوازې څو اونۍ پاتې دي خو دا کډوال کورونه نه لري.

ایندریس وايي، ملګروملتو خپل امکانات د هرات زلزله ځپلو ته ولېږل او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو رسول اوس یوه لویه ننګونه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د اوچا د ارقامو له مخې د سپټمبر له نیمايي څخه تراوسه شاوخوا ۳۲۷ زره بې اسنادو افغان کډوال راستانه شوي دي.