د ایران په اوین زندان کې د اور لګېدو په قضیه کې ۴۰ کسان تورن شوي

اوین زندان له سوځېدو وروسته.

د ایران د پلازمېنې تهران څارنوالي وايي چې په اوین زندان کې د اکټوبر د ۲۲مې د اور لګېدو په قضیه کې یې څلویښت کسان تورن کړي دي.

د تهران څارنوال علي صالحي نن دا اعلان وکړ، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

په دې اورپېښه کې اته بندیان ووژل شول.

ایراني چارواکو د دې پېښې علت د بندیانو ترمنځ جګړه بللې وه، خو فعالان د چارواکو پر دې ادعا شک لري.

سرچینو زادي راډیو ته وویل، په اوین زندان کې چې ترډېره د ایران د دولت سیاسي مخالفین په کې ساتل کېږي، د بندیانو د اعتراض پرمهال اور ولګېد.

دا هغه مهال و، چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې، په ټول ایران کې پراخ اعتراضونه روان وو.