طالبانو د کراچۍ له بندره افغانستان ته د زرګونه کانتینرونو د پرېښودو غوښتنه کړې

د کراچۍ بندر یوه څنډه

د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان زرګونه کانیتنرونو ته د کراچۍ له بندر څخه افغانستان ته د تلو اجازه ورکړي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي اسلام آباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره په دې اړه خبرې کړي.

افغان چارواکي وايي پاکستان د افغانستان اړوند له درې زرو زیات کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې درولي او نوره مالیه او پیسې غواړي چې له دې سره د دوی په وینا افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو تاوان کوي.

د سفارت د بیان له مخې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر ټرانزیټي ستونزو خبرې وشوې.

ټرانزیتټي ستونزې یوه لویه ستونزه ده چې د کابل او اسلام آباد پر اړیکو یې تل سیوری غوړولی دی.