د بخښنې نړیوال سازمان: له افغان کډوالو د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي

له پاکستانه ستانه کړای شوي افغان کډوال په افغانستان کې د ثبت او راجستر پر مهال

په داسې حال کې چې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې له سلګونه زره افغان کډوالو څخه د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې او یو بشري ناورین روان دی، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د دې کډوالو ستنول د هغوی ژوند او فزیکي امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې د افغان کډوالو نیول، خپل هېواد ته د هغوی ستنول او پراخې ځورونې بندې کړي.

بیان زیاتوي چې په لږترلږه اوو توقیف ځایونو کې نیول شویو افغان کډوالو ته د مدافع وکیل د لرلو او له خپلو کورنیو سره د لیدلو قانوني حقوق نه دي ورکړل شوي.