بایډن په غزه کې د ایسارو ملکي وګړو ساتنې لپاره د اسراییلو پر متحدانو فشار راوړی

د غزې لوی روغتون ته څېرمه ایسار وګړي

په داسې حال کې چې اسراییلي ټانکونه د غزې د لوی روغتون الشفا دروازو ته رسېدلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو پر متحدانو فشار راوړی چې په جګړه کې د ایسارو ملکي وګړو ساتنه وکړي.

دا ملکيان نن په داسې حال کې په الشفا روغتون کې ګیر پاتې دي چې د ژوند د اړتیاوو، اوبو او د تیلو زېرمې یې په خلاصېدو دي.

عیني شاهدان وايي، د الشفا په شاوخوا کې له څو ورځو هوايي حملو وروسته اسراییلي ټانکونه او زغرګاډي د کلابند روغتون د دروازې په څو متره واټن کې ځای پرځای شوي دي.

دا روغتون په غزه کې د تېرو پنځو اونیو د جګړې په اصلي محور بدل شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې زرګونه او احتمالاً شاوخوا لس زره کسان چې ناروغان، روغتیاپال او له جګړو بېځایه شوي خلک په کې دي، دننه په روغتون کې شته چې په نږدې سیمو کې د تودو جګړو له کبله نه شي کولای له هغه ځایه ووځي.