د اوکراین د پارلمان یو غړی په خیانت تورن او په بند محکوم شوی

د اوکراین د پارلمان غړی اولیکساندر دوبینسکي

اوکرایني چارواکي وايي، د پارلمان غړي اولیکساندر دوبینسکي ته رسماً خبر ورکړل شوی چې په خیانت مشکوک دی او د کییف د یوې محکمې د حکم له مخې امر ورته شوی چې دوه میاشتې به په توقیف کې وي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې یا 'ایس بي یو' نن په یو بیان کې اعلان وکړ چې دوبینسکي له روسیې سره په همکارۍ او د اوکراین پر ضد د دسیسې په جوړولو تورن دی.

دا تور د دوبینسکي له خوا رد شوی دی. خو 'ایس بي یو' وايي، دوبینسکي په هغو اقداماتو کې برخه اخیستې ده چې د روسیې د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز له خوا څار پرې کېده.

محکمې تایید کړې ده چې د 'ایس بي یو' موندنې دقیقې دي او کافي شواهد هم لري.

دوبینسکي پر خپله انسټاګرام پاڼه په یوه ویډیو کې تایید کړې ده چې ده ته د جنوري تر ۱۲ پورې په توقیف کې د پاتې کېدو امر شوی دی.