افغانستان کې ناورین؛ ډیکر: مرستندویانو او 'ډبلیو ایف پي' په دوحه کې ګټور بحث کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي، مرسته کوونکو او د خوړو نړیوال پروګرام پرون دوشنبه په دوحه کې ګټور بحث کړی دی.

مرمن ډیکر نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په دې اړه لیکنه کړې، خو د خبرو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

هغې زیاته کړې، د افغانستان خلک له څو ناورینونو څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر هغه ډالر ته چې لګول کېږي، اړتیا لري.

کرین ډیکر ویلي، هېواد یې د افغانستان د لوی مرسته کوونکي په توګه د هر یوه ډالر لپاره چې مصرفېږي، حساب ورکونې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' ویلي، د راتلونکي ژمي لپاره ۷ میلیونه زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.