د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر چټکوالی؛ پاکستان پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال پر ډیورنډ کرښه د ثبت او راجستر پر مهال

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې.

له دې مخکې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان یوازې د سپین بولدک چمن او تورخم دروازو له لارو هېوا ته ستنېدل، خو د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون وویل چې له دریو نویو دروازو سره د دې لارو شمېر پنځو ته ورسېد.

نړیوالو مرستندویانو او د بشری حقونو ډلو د افغانانو د راستنېدو پرمهال د ګډوډیو او بې نظمۍ راپورونه ورکړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ډېری افغان کډوال اوس د پولیسو له چاپو او د خپلو کورونو د ورانېدو له یوه حالت سره مخامخ دي او هغو کسانو ته چې پولیس یې نیسی د مدافع وکیل د نیولو حق نه ورکول کېږي.