زیلینسکي د کریمیا د تاتارانو مشر ته مډال او د اوکراین د اتل لقب ورکړ

د عکس ښي لور ته د کریمیا د تاتارانو مشر او د بشري حقونو فعال مصطفا جمیلوف او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د کریمیا د تاتارانو مشر او د بشري حقونو فعال مصطفا جمیلوف ته د طلایي ستوري په نوم مډال او د اوکراین د اتل لقب ورکړ.

جمیلوف د اشغال شوې کریمیا تاپووزمې د تاتارانو مشر دی چې د عمر ډېره برخه یې د پخواني شوروي اتحاد او وروسته د روسیې د ځپونکو پالیسیو پرضد په مبارزه کې تېره کړې ده.

په دې مناسبت مراسم پرون د نوامبر په دیارلسمه د جمیلوف د زوکړې د اتیایمې کلیزې په ورځ جوړ شوي وو.

جمیلوف په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د آزادېدو له پیله تر ۲۰۱۳ کال پورې د مجلس په نوم د کریمیا د تاتارانو ټولنه چې خپله یې اداره کوله، جوړه کړه او په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې روسیې کریمیا له خپل قلمرو سره ضمیمه کړه دی د اوکراین په خوا کې ودرېد چې وروسته بیا کریملین کریمیا ته د هغه پر ننوتلو هم بندیز ولګاوه.