له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لپاره درې نورې لارې هم پرانیستل کېږي

له پاکستانه د افغانستان په لور ستانه کړای شوي افغان کډوال

پاکستاني رسنۍ وایي، سر له نن دوشنبې له افغانستان سره پر پوله د کډوالو د ستنولو لپاره درې نورې لارې هم پرانیستل کېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي چې دغه درې لارې د بلوچستان ایالت اړوند قلعه سیف الله او د چاغي ولسوالۍ په برابچه او نوروهاب سیمو کې دي.

په خبر کې راغلي چې پاکستاني چارواکو په دې اړه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره هم خبرې کړي، خو طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوه پاکستاني چارواکي تر دې وړاندې د ازادي راډیو مشال څانګې ته هم ویلي وو چې دوی له افغانستان سره د تګ راتګ د نورو لارو پر خلاصولو غور کوي.

دا اقدام د دې لپاره کېږي چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ ګړندۍ کړې.

د طالبانو چارواکو ویلي، تېرو اوونیو کې د تورخم او سپین بولدک له لارو څه باندې درې لکه کډوال افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.

په خوست کې د ازدي راډیو خبریال وایي، تېرو څو ورځو کې له غلام خان بندر او دغه راز انګور اډې له لارو هم یو شمېر افغانان وطن ته ستانه کړای شوي دي.