سوړ ژمی او بېوزلي؛ یو شمېر کابل مېشتي: د سون توکیو پیسې نه لرو

د ډبرو سکرو یو تصویر له ارشیفه

د ژمي سړه څپه په رارسېدو ده، خو ډېری افغانې کورنۍ چې د نورو کړاوونو ترڅنګ له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، راتلونکي سوړ ژمي ته اندېښمنې دي.

۶۳ کلن يوسف خان چې د کابل د بي‌بي مهرو سيمې اوسېدونکی دی وايي، دا چې د کابل په ساړه ژمي کې د خونې تودولو لپاره د سون‌توکو پېرولو وس او ترڅنګ يې ژمني جامۍ نه‌لري چې په‌کې توده شپه سبا کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"زما کار او روزګار نه‌شته، تېل قېمته دي، اوړه قېمته دي، د چای او نورو خوراکي توکو بيې لوړې دي. پيسې نه‌لرم، نه زغال شته، نه لرګي، حتی زه په کور کې ژمنۍ جامې او توکي چې يو څوک په‌کې شپه سبا کوي هم نه‌لرم."

د کابل ښار بله اوسېدونکې منيژه چې شل کلنه پېغله ده او د دې په ټکو د کور د ګټې وټې مسووليت ورترغاړې دی ازادي راډيو ته يې وويل، د بې‌کارۍ له امله دوی نه‌شي کولی چې د ژمي لپاره د ډبرو سکاره يا هم لرګي وپېري.

هغه زیاتوي:

" د ژمي لپاره تر اوسه موږ هيڅ چمتووالی نه‌لرو، ځکه چې دندې نه‌شته، موږ ټول بې‌کاره يو، په‌دې شرايطو کې زغال هم قېمته شوي دي او بې‌کاري هم ده، نو زغال هم موږ ته قېمته دي او نه‌یې شو پېرلی."

طالبانو د ډبرو سکرو د ارزانه پلور خبر ورکړی، خو خلک وایي په همدغه ارزانه بیه یې هم پېرلی نه شي

د کابل دا بې‌وزلۍ کورنۍ داسې مهال راتلونکي سوړ ژمي ته اندېښمنې دي چې پرون د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د کابل ښاريانو ته د اسانتيا د رامنځته کولو په موخه يې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ راپيل کړه.

د ياد وزارت پر اېکس‌پاڼه خپرو شويو مالوماتو کې راغلي چې دوی ۵۰زره ټنه د ډبرو سکاره پلان کړي دي، چې د کابل ښار په ۲۲ ناحيو کې به پر خلکو يو ټن د ۹۰۰۰زره افغانيو په بدل کې وپلورل شي.

خو ازادي راډيو سره بې‌‌وزلو کورنيو په خپلو خبرو کې وويل، په دومره لوړه بيه د ډبرو سکرو د پېرولو توان نه‌لري او د دوی په خبره که سون‌توکي د طالبانو د حکومت له لوري په تخيف وېشل کېږي هم بې‌وزله کورنيو ته نه ورکول کېږي.

د کابل د قصبې سيمې اوسېدونکې ګل مکۍ وایي :

" زه يوه کونډه او معيوبه مېرمن يم، زه نه‌شم کولی ۹زره افغانۍ ورکړم او يو ټن زغال وپېرم، دا دې يا وړيا بې‌وزلو ته ووېشي او يا دې يې بيه نيمايي راټيټه کړي، ځکه چې څوک يې د پېرولو توان نه‌لري. همدا اوس زموږ د کورنۍ ټول غړي وږي ناست دي، تاوده لباسونه خو هيڅوک نه‌لري."

نوموړې دا هم وويل چې د کورنۍ ۹ تنه غړي يې ټول بې‌کاره دي.

سږ ژمی په داسې وخت را نږدې کیږي چې پاکستان هم سلګونه زره افغان کډوال په زوره باسي

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو‌اف‌پي) پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې افغانستان کې د ژمي او سختې يخنۍ رارسېدو ته يوازې څو اوونۍ وخت پاتې دی چې له امله به يې غرنيو سيمو کې ټولې لارې د خلکو په مخه وتړل شي.

د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې چې دوی اړمنو کورنيو سره د مرستو لپاره ۴۰۰ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

افغانستان کې د ژمي راتلو ته په داسې حال کې د بې‌وزله کورنيو اندېښنې په ډېرېدو دي چې د هرات زلزله‌ځپلي او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ په اړه هم نړيوالو سازمانونو اندېښنې ښودلي دي او دا يې يو ناورین بللی دی.