میدان وردګ کې د ۱۵۰ ماشومانو د شونډو او تالو وړیا عملیاتونه؛ کورنۍ یې: د خلکو له ملنډو به خلاص شوو

تصویر له ارشیفه

په ميدان وردګو کې د ۱۵۰ ماشومانو چاک شونډې او تالو په وړيا ډول عملياتونه پیل شوي دي.

یاد ولایت ته له پلازمېنې کابل څخه د پلاسيتکي جراحۍ متخصص ټيم ورغلی اوهلته له درېيو ورځو را په دې خوا په وړيا ډول د ماشومانو د شونډو او تالو په عملياتولو بوخت دی.

د دغو ماشومانو میندې او پلرونه وايي، مخکې یې پر ماشومانو سیمه ییزو خلکو ملنډې وهلې، چې له عملیات کیدو سره به له دغو ملنډو او پېغورونو خلاص شي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د میدان وردګ د ماشومانو عملیاتونه