د اوکراین د انرژۍ وزیر: د روان ژمي لپاره د انرژۍ کافي سرچینې لرو

د اوکراین د انرژۍ وزیر

د اوکراین د انرژۍ وزیر وايي، هېواد یې د انرژۍ کافي سرچینې لري، چې د راروان ژمي لپاره کفایت کوي.

جرمن ګالوشچینکو دغه څرګندونې پرون ناوخته داسې وخت کړي، چې اټکل کېږي د روسیې د حملو پراخوالی ښايي د انرژۍ د تامین شبکې ګډې وډې کړي.

ګالوشچینکو د اوکراین عامه ټلویزیون ته وویل، په دې برخه کې د انرژۍ کافي سرچینې لرو او د ارامۍ احساس کوو.

هغه ویلي اوس پوښتنه دا ده چې راروانې حملې څومره د انرژۍ د اکمال بهیر اغېزمنولی شي.

کییف تېره چهارشنبه وویل، په وروستیو اوونیو کې روسیې د اوکراین پر اساسي بنسټونو ۶۰ وارې حملې کړي دي.

دې مسئلې اندېښنې ولاړې کړي، چې مسکو له مخکې د ژمي پر مهال د اوکراین د برېښنا پر شبکې حملې پیل کړې دي.

د تېر ژمي پر مهال هم د روسیې په زرګونو بې پېلوټه الوتکو او میزاییلو د برېښنا بنسټونه په نښه کړي وو، چې د برېښنا د پرچاوۍ سبب شوې وه.