خیبر پښتونخوا؛ ټانک کې ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستاني پولیسو یو موټر - تصویر له ارشیفه

د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستان د پولیسو پر موټر په حمله کې ۳ پولیس وژل شوي دي.

د ټانک سیمې د پولیسو ویاند، یونس خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې دغه پېښه پرون مازیګر شوې ده.

نوموړی وایي:

"د پولیسو یو SHO او دوه نور ټیټ رتبه پولیس وژل شوي، چې مړي یې دلته پراته وو. پنځه نور سپاهیان ټپیان شوي دي."

پولیس وايي، تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د وسلوالو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې برید مسوولیت منلی دی.

پخوا د پاکستان د ټروریزم ضد ادارې په پېښور کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د مالي ملاتړ د یوه مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې پرون ادعا کړې چې له دې مشکوک کس سره په ټوله کې د ۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت ډالر او سعودي ریال نیول شوي دي.