هرات: ناڅرګندو وسله والو یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د شېر احمد احمدي په نوم یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی دی.

دغو رسنیو پرون شنبه ویلي، چې دغه قوماندان اسماعیل خان ته له نږدې کسانو و، چې نامعلومو وسلوالو پرون له موټره له کښته کولو وروسته په ډزو وژلی دی.

د دې پېښې انګېزه معلومه نه ده او چا د دې پېښې مسوولیت هم نه دی منلی.

د طالبانو ویندویانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.