د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر تهران ته په سفر تللی

طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وزیر، عبداللطیف منصور او ملګری پلاوی یې تصویر: د عبدالطیف منصور له اېکس پاڼې څخه

له ایران څخه د طالبانو د حکومت د ۳۰ کسیز پلاوي له راستنېدو وروسته د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور نن تهران تللی دی.

ښاغلي منصور د شنبې په ورځ په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دغه رسمي سفر په ترڅ کې به له ایراني چارواکو سره د برېښنا د هوکړې د نوي کولو په اړه خبرې وکړي.

هغه نور جزیات ورنه کړل.

ایران د افغانستان لویدیځو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا ورکوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته له شپږ ورځني سفر وروسته د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له ایراني چارواکو سره یې د سوداګرۍ، صنایعو، ټرانزیټ، کانونو او د ریل پټلۍ په برخه کې بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل.

ایران د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له طالبانو سره ډیپلوماټیکه راشه درشه لري.