پاکستاني چارواکي: تېرو ۱۰ ورځو کې ۳ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال

نږدې درې لکه افغانان په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه خپل هېواد ته تللي دي.

دا خبره په تورخم او چمن کې پاکستاني چارواکو ازادي راډیو ته کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تورخم باندې شاوخوا ۲۱۷ زره افغانان او په چمن باندې ۸۵زره افغانان د نومبر له لومړۍ تر دې دمه خپل هېواد ته اوښتي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو نوملیکنه کوي او په موقتي کمپونو کې یې مېشتوي.