بلاول بوټو: د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د موقت حکومت پالېسي د پوښتنې وړ ده

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د موقت حکومت پر پالیسۍ د نیوکې په ترڅ کې ویلي، باید د ملکي افغانانو او ترهګرو ترمنځ توپیر وشي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، بلاول بوټو زرداري پرون (جمعه) په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت پالیسۍ یو لړ پوښتنې راپورته کړي دي.

ده ټینګار وکړ چې د خلکو پر خلاف اقدامات د هدف په ترلاسه کولو کې هیڅکله مرسته نه شی کولی.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې له خپلې خاورې ۱ میلیون او ۷۰۰ زره بې اسناده کډوال باسي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ځیږ چلند د بشري حقونو د ټولنو او ملګروملتو له انتقادونو سره هم مخامخ شوی دی.