طالب چارواکي: د تورخم له لارې ۵۰ زره افغان کډوال را ستانه شوي

له پاکستانه هېواد ته یو ستون شوی افغان کډوال

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، د تورخم له لارې ۵۰ زره کورنۍ خپل هیواد ته راغلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس بازمحمد عبدالرحمان پرون (پنجشنبې) وویل، له کله چې پاکستان په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، یوازې د تورخم له لارې ۵۰ زره افغان کډوال راستانه شوي او تورخم ته نژدې په یوه موقت کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

ده همداراز وویل، د دغو کسانو نومونه د نړیوالو مرستندویو موسسو له لوري ثبت شوي څو مرستې ترلاسه کړي او بیا خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس دا هم وویل چې زرګونه کورنۍ خپلو اصلي کورنیو ته استول شوي دي.

پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې د نوومبر تر لومړۍ پورې باید ټول بې اسناده کډوال له دغه هیواده ووځي ګنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شی.