د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام سره مخه ښه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې د جنوبي افریقا پر وړاندې د بېګانۍ لوبې له بایللو سره له نړیوال جام سره مخه ښه وکړه.

په پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې د بېټینګ پرېکړه وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې د سیالې لوبډلې لپاره د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه. خو جنوبي افریقا په ۴۸ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دې هدف ته ورسېده.

په هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د نړیوال جام په نیم پایلوبه کې اوس د کوربه هند، جنوبي افریقا او اسټرالیا ګډون یقیني شوی. نیوزیلنډ هم په ښه دریځ کې دی خو پاکستان یې یوازې په هغه صورت کې ځای نیولای شي چې په نننۍ لوبه کې انګلستان ته په ډېر توپیر ماتې ورکړي.

نن د نړیوال جام په ګروپي لوبو کې دوه وروستۍ لوبې کېږي چې لومړۍ به د کابل په وخت د سهار په نهه نیمې بجې د اسټرالیا او بنګلدېش او دوهمه د ماسپښین په یوه بجه د انګلینډ او پاکستان ترمنځ وي.