ملا برادر : د ایران سفر مو د افغان صادراتو د ارزانه او اسانه لار موندنې لپاره و

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال، ملاعبدالغني برادر

په اقتصادي چارو کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال وايي، ایران ته یې د دې لپاره سفر وکړ چې بهر ته د افغانستان د تولیداتو د صادرولو لپاره یوه آسانه او ارزانه لاره ومومي.

ملاعبدالغني برادر ایران ته له شپږ ورځني سفر وروسته تېر ماښام کابل ته له راستنېدو سره سم په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې له ایراني چارواکو او خصوصي سکتور سره یې د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیت، کانونو، د وسپنې د پټلۍ او ګڼو نورو برخو کې یوشمېر موافقې لاسلیک کړې.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي چې د ایران په سفر کې له ښاغلي برادر سره ملګری و، په دې خبري غونډه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ او د ګډو آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د دواړو خواوو د موافقې یادونه هم وکړه، خو د نوموړي په وینا د دې موافقو پر جزییاتو به په نژدې راتلونکي کې د دواړو لورو کار دوام وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکي په دې وروستیو کې ترینګلي شوي، څارونکي وايي چې د طالبانو حکومت ایران ته مخه کړې څو له دې لارې له نورې نړۍ سره خپل اړیکي ټینګ کړي.