د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ سویلي افریقا افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او سویلي افریقا د نننۍ لوبې انځور

د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې افغانستان خپلۍ ۹مه سیالي سویلي افریقا ته د ۵ وېکټو په توپير وبایلله او په دې سره یې په یاد جام کې لوبیز سفر بشپړ شو.

نننۍ سیالۍ چې د هندوستان په حیدراباد ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه.

د ۵۰ اورونو په لوبولو سره افغانستان ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۴۴ منډې یې وکړې.

یادې لوبډلې ته عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېډلې منډې وکړې چې دا په یو ورځنیو سیالیو کې د نوموړي لوړې منډې هم دي.

د سویلي افریقا لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو لپاره ښه پيل کړی و، خو یو وار بیا د افغانستان سپېنرانو یا ورو توپ اچونکو په منځنیو اورونو کې ښه توپ اچونه وکړه.

سویلي افریقا ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او د لوبې په ۴۸م اور کې پولکایو د نوین الحق په ۳ توپونو دوه شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله او په دې سره یې یاده سیالي وګټله.

په توپ اچونه کې نن محمدنبي او راشدخان دوه دوه او مجیب الرحمن بیا یوه ویکټ واخیسته.

افغانستان په دې نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي بنګله‌دېش او دویمه هندوستان ته بایللې وه، خو درېیمه یې له انګلستان وګټله، ورپسې یې نیوزیلینډ ته هم سیالي وبایلله او بیا یې پرله پسې درې سیالۍ له پاکستان، سریلانکا او نیدرلینډ خپلې لوبې وګټلې.

نیمه پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو چانس هغه وخت له لاسه لاړ چې اسټرالیا ته یې سیالي وبایلله.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ۴ سیالۍ ګټي.

تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ ز کلونو په نړیوالو جامونو کې یوازې یوه سیالي له سکاټلنډ ګټلې وه.