په پاکستان کې بې‌اسناده افغان کډوال په پټه توګه ژوند کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې یو شمېر بې‌اسناده افغانان د پولیسو له وېرې په پټه توګه ژوند کوي. یو له دغو افغانانو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې افغانستان ته په لېږلو به یې ژوند له خطر سره مخ شي. پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د ۱.۷ میلیونه بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې.