نړیوال جام؛ افغانستان سویلي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف ورکړ

افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی له نورو لوبغاړو په پرتله ښه ولوبېد او ۹۷ ناسوځېدلې مندې یې وکړې.

د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.

دغه سیالي چې د احمداباد ښار په مودي لوبغالي کې پیل شوې ده افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره لس واړه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

په افغان توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نوراحمد، رحمت شاه او رحمن الله ګربز په ترتیب سره ۲۶ ،۲۶ او ۲۵ منډې وکړې.

دا د روان نړیوال جام په لیګ پړاو کې د افغانستان وروستۍ سیالي ده.

سویلي افریقا به په څو شېبو کې خپله پاڼۍ پیل کړي.