اوتونبایوا: پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.

مېرمن روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل، دغه محدودیتونه له افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي.

هغې زیاته کړه: "دغو محدودیتونو دوی 'نجونې او ښځې' تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او لوړو زده کړو ته له لاسرسي راګرځولي دي. پر دې سربېره یې د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند کې هم د هغوی د ګډون مخه نیولې. په خواشینۍ سره چې دغه محدودیتونه د طالبانو د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده."

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دې غونډه کې ټینګار شوی چې ښځې په ملي کچه د ودې او پرمختګ یوه مهمه برخه ده او باید د ګډون حق ورکړل شي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښونځیو مخه نیولې او تېر دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.

طالبانو په نړیوالو او کورنیو موسسو او نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو د ګډون مخه نیولې او د نړیوالو له پرله پسې نیوکو او غوښتنو سره سره یې دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.