پر غزې د اسراییلو د بریدونو دوام؛ لسګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلي

له غزې وتلي فلسطینیان جنوب خوا ته روان شوي دي.

پر غزې ښار د اسراییلو بریدونه نن داسې مهال روان دي چې لسګونه زره ناهیلي فلسطینیان له کورونو وتلي او جنوب خواته روان شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې پر غزې اسراییلي ځواکونه هوایي بریدونه کوي او سړک په سړک له حماس وسله‌والې ډلې سره په جګړه اوښتي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې له څه باندې یوې میاشتې شدیدې بمبارۍ وروسته سلګونه زره کسان په ناوړه انساني وضعیت کې له بشپړو خوړو او اوبو پرته ګیر پاته دي.

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو څو ځله په غزه کې د اوربند احتمال رد کړی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ یوځل بیا وویل، تر هغو چې د دوی برمته شوي کسان ازاد نه شي، اوربند نه شي ټینګېدای.

حماس وسله‌والې ډلې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۷مه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او له ۲۴۰ زیات یې له ځان سره غزې ته برمته بوتلل.

له همغه راهیسې اسراییلي ځواکونو پر غزې تړانګې بریدونه کوي چې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا له لس نیم زرو ډېر کسان په کې وژل شوي دي.