چارواکي: تېره شپه ۴۱۳۰ بې‌اسناده افغانان په تورخم دروازه افغانستان ته اړول شوي

د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير نن د نومبر په نهمه هم روان دی او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي ارشاد خان نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې تېره شپه ناوخته څلور زره یو سل او دېرش ۴۱۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال په تورخم دروازه افغانستان ته اړول شوي دي.

د ده په خبره د نومبر تر اتمې پورې یوازې په تورخم افغانستان ته د ستنو شويو کډوالو شمېره دوه لاکه او لس زره نه ۲۱۰۰۰۰ زياته شوې ده.

د پاکستان له بېلا بېلو برخو هره ورځ په لسګونه موټرو کې بې اسناده افغان کډوال لومړۍ لنډي کوتل ته رسېږي او هلته په موقتي کمپ کې د نومونو ثبتولو وروسته افغانستان ته ستنول کېږي.

اخوا په چمن کې سرحدي چارواکو ویلي چې د چمن د لارې افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو شمېره اویا زره ۷۰۰۰۰ نه پورته شوې ده.