عربستان کې د 'او آی سي' کنفرانس؛ د یوناما مشرې هم په کې ګډون کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د سعودي عربستان په جدې ښار کې ښځې په اسلام کې تر عنوان لاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان یا 'او آی سي' کنفرانس کې ګډون وکړ.

یوناما پرون چهارښنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه يا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا یو ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت چې دوی د دې هېواد د چارواکو له خوا له سختو بندیزونو سره مخ دي، په اجنډا کې وي.

دغه راز ویل شوي چې د 'او آی سي' او د دې سازمان د غړو هېوادونو پیغام، د اسلامي نړۍ ګډ غږ باید په افغانستان کې واورېدل شي او هغه دا چې ښځې په ملي سطحه د هر بدلون، پرمختګ او ودې د سفر لازمي برخه ده.

د یوناما نیوز په وینا، مېرمن اوتونبایوا همدارنګه د سعودي عربستان، کویټ، اندونیزیا، پاکستان او د اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د پیاوړې ښکېلتیا، بشري ملاتړ او د ښځو د ملاتړ د نوښتونو پر اړتیا ټینګار وکړ.