په څلورو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته نږدې ۱۴٥۰۰ افغانان بېرته راستانه شوي

ارشیف: د اسلام قلعه بندر یوه څنډه

په هرات کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو یو مسوول وایي، د همدې اوونۍ په څلورو ورځو کې نږدې څورلس نیم زره افغان کډوال له ایرانه د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په اسلام کلا بندر کې د کډوالو د چارو سرحدي امر عبدالله قیومي د چهارشنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ له درې زرو تر څلور نیم زرو پورې افغانان د ایران له خوا راستنېږي چې په وینا یې دا ورځنۍ شمېرې تېرې میاشتې ته په کتو دوه برابره زیاتوالی ښيي.

تر دې وړاندې په ایران کې میشتو افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې هلته د ځایي اوسېدونکو او پولیسو له خوا پرې فشارونه زیات شوي او د کار اجازه هم نه ورکول کېږي.

د ایران له خوا د افغان کډوالو ستنول داسې مهال ګړندي شوي چې بل ګاونډي پاکستان هم افغانستان ته د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو بهیر پيل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ویلي، افغانستان له بشري ننګونو سره مخامخ دی او داسې شرایطو کې د نورو کډوالو ستنېدل، باید داوطلبانه وي، نه اجباري.