ولکر تورک: اسراییل او حماس وسله‌والې ډلې دواړو جنګي جنایتونه کړي

په غزه کې د ویجاړې شوې ودانۍ انځور

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر تورک وایي، اسراییل او حماس وسله والې ډلې دواړو جنګي جنایتونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تورک د رفح په بندر کې، چې له غزې سره پر پوله پروت دی، د چهارشنبې په ورځ وویل، دواړو لوریو تېره یوه میاشت کې بشري جنایتونه کړي دي.

هغه ویلي، هغه جنایتونه چې حماس وسله والې ډلې د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره وکړل، ناوړه وو.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د اسراییل له خوا د فلسطین د ملکیانو ډله ییز مجازات هم جنګي جنایت دی.

وروسته له دې چې حماس وسله والې ډلې د تېرې اکټوبر په ۷مه نیټه پر اسراییلو په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې برمته کړل، اسرایلو پر غزې هوایي او ځمکني بریدونه پيل کړل.

په غزه کې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده روغتیایي چارواکو ویلي چې د اسراییلو په حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر له لس نیم زرو اوښتی دی.